د پاکستان حکومت پرضد جهاد او د پاکستاني علماوو فتوی او ځوابونه

د پاکستان حکومت پرضد د جهاد په اړه د دغه هېواد مشهورو علماوو فتوی او ځوابونه ويلي.
ياده فتوی د خيبر پښتونخوا د مشهورو ۱۶ تنو علماوو او د مدارسو استادانو له خوا په څوارلس مخونو کې خپره کړې پکې راغلي چې جهاد يو مهم عبادت دی خو د جهاد اعلان به يواځې د اسلامي رياست مشر کوي او نور څوک نه شي کولای چې د جهاد فتواوې ورکړي.
د یادې فتوې په سر کې راغلي ، چې په اسلام اباد کې يو ځايي تش په نوم عالم (چې نوم يې نه دی په ډاګه شوی) او ځينې شرخوښي، ملک دښمنه خلک پاروونکي بيانونه ورکوي.
– په يوه پوښتنه کې د پاکستان د امنيت او حفاظت لپاره د «کورنيو او بهرنيو دښمنانو» په مقابله کې وژل کېدونکو پولیسو او پوځیانو ته د شهيد ويلو پوښتنې په ځواب کې ويل شوي، پاکستان يو اسلامي ریاست دی او په امنيت او ساتنه مامور پوځي او پوليس که د دښمن په مقابله کې ووژل شي هغه شهيد دی.
– ډرېمه پوښتنه؛ د اسلامي ریاست دفاع کوونکي پوليس او پوځونو خلاف د جنګ اعلان کول او پرضد يې وسله راپورته کول جايز دي؟ په ځواب کې ویل شوي، چې د اسلامي ریاست دفاع کوونکي پوليس او پوځونو خلاف د جنګ اعلان کول او پرضد يې وسله راپورته کول په اصل کې د اسلامي رياست د اطاعت سرغړونه ده دا شرعا حرام دي او چې څوک داسې کوي د سزا مستحق دي.
– څلورمه پوښتنه؛ په اسلامي ریاست کې د فساد او فتنې خورولو سوال ته په ځواب کې ويل شوي، په اسلامي رياست کې دننه فتنه او فساد د رياست ضد څه قسمه محاذ جوړول، د ژبې، علاقې، مذهب، مسلکي اختلافاتو او قوميت په نوم تخريب او فساد خورول د شريعت د مقدسه اصولو په رڼا کې جايز نه دي او څوک چې داسې کوي دا به د پاکستان د دستور قانون څخه بغاوت وي او د سزا مستحق به وي.
– پنځمه پوښتنه؛ ايا جمهوريت کفر دی؟ په ځواب کې ويل شوي، د مغربي جمهوريت بنياد د ولسواکۍ په تصور دی د اسلامي تعليماتو قطعي خلاف، ځکه چې د اسلام بنياد د الله د حاکميت اعلا په عقیده دی، خو ويل شوي که يو تن د پارلمان فيصلې د قران او سنت په رڼا کې تابع وګرځوي نو دې ته کفر يا ګمراهي نه شي ويل کېدی.
– په فتوی کې ږيرې ساتلو ته سنت مؤکده او خرول حرام ګرځول شوي، خو ورسره ویل شوي د دې هيڅکله دا مطلب نه دی چې څوک ږيره نه پرېژدي، نو د مسلمان ويلو حقدار نه دی، ږيره خروونکی هم مسلمان دی او د مسلمانانو په څېر رويه به ورسره کېږي.
– په فتوی کې نکټايي او پتلون اغوستلو ته جايز ويل شوي، چې په استعمال يې څوک د اسلام د دايرې څخه نه شي وتلید هغه ۱۶ مشهورو علماوو نومونه په لاندې ډول دي، چې ياده فتوی باندې يې لاسليکونه کړي دي:
د درالعلوم سرحد پېښور مولانا قاري احسان الحق، د دارالافتا مدرسه دروېش امدادالعلوم پېښور مفتي سبحان الله جان، د مهتمم جامعه تفهيم القران ډاکټر مولانا عطاالرحمان، د وفاق المدارس صوبايي ناظم اعلا مولانا حسېن احمد، صدر تنظیم المدارس خېبرپښتونخوا مولانا ډاکټر عبدالناصر، د دارالافتا جامعه دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک مفتي مختارالله حقاني، چیف خطيب خېبرپښتونخوا مولانا طيب قرېشي، د دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک زمه دار وفاق المدارس العربيه مولانا سلمان الحق، صوبايي ناظم اعلا تنظيم المدارس مولانا رحمت الله قادري، صوبايي ناظم اعلا وفاق المدارس اسلفيه مولانا عمر بن عبدالعزيز، صوبايي ناظم اعلا وفاق المدارس الشيعه علامه عابد حسېن شاکري، جامعه امانيه پېښور مفتي سراج الدين سرکاني، جامعه تعلیم القران پېښور مفتي رضا محمد حقاني، جامعه اسلاميه کوهاټ مفتي خالد عثماني، جامع مسجد اهلحديث فواره چوک پېښور مفتي شېخ اعجاز او علما کونسل خېبرپښتونخوا مولانا عبدالکريم

دیدگاه‌ خود را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

پیمایش به بالا